لوګر پوهنتون نويو استادانو ته د تدريس ميتودونو په اړوند دوه ورځنی روزنيز سمينار وړاندې شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۴
11

سه شنبه؛ د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۱۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون نويو استادانو ته د تدريس ميتودونو په اړوند دوه ورځنی روزنيز سمينار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنيار محمد فلاح سلطاني لخوا وړاندې شو.
د سمينار پيل د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په خبرو وشو. ښاغلي ستانکزي د تدريس پر تګلارو او څرنګوالي هر اړخيزې خبرې وکړې او همدا راز پر استادانو يې ټینګار وکړ، چې د تدريس پر مهال دې له بېلابېلو او ګټورو ميتودونو څخه ګټه اخلي؛ تر څو محصلان خپل اړوند درسونه په ښه ډول زده کړي.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون رهبري وخت پر وخت د خپلو استادانو د وړتيا لوړونې په موخه دا ډول روزنیز سمينارونه ترتيبوي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS