لوګر پوهنتون کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د بیا روغونې او پلیو لارو د جوړېدو پروژې چارې پیل شوې؛
شنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۲۷مه او د ۱۴۴۸ صفرالمظفر ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د بیا روغونې او پلیو لارو د جوړېدو پروژې چارې د دغه پوهنتون له اړونده بودیجې څخه پیل شوې.
په دغه رغنیزه پروژه کې د یو شمېر ودانیو د رنګونې چارې او همدا راز د ځینو تدریسي ودانیو په خواوو کې د پلیو لارو جوړېدل او پخېدل شامل دي.
د دغه پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم وایي، چې د یادې پروژې مالي لګښت د پوهنتون له اړونده بودیجې څخه ورکول کیږي، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون د تدریسي ودانیود رنګونې سربېره اړونده پلې لارې په پاخه او اساسي ډول ورغیږي.
ورته مهال د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی وایي، چې یاده پروژه د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت پلې کېږي، چې اړونده قراردادي چارې یې د (الهام بهزاد ودانیز شرکت) لخوا ترسره کېږي. د ښاغلي مصطفی په خبره د یادې پروژې چارې تازه پیل شوي، چې په روانو درې میاشتو کې به یې ټولې چارې بشپړې شي.
