د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۷ بېلابېلو څانګو د لومړیو ټولګیو زده کړیالانو ته د پوهنتون د پېژندګلوۍ او ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۱۵
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبلې/ وږي ۴مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۷ بېلابېلو څانګو د لومړیو ټولګیو نویو بریالي شویو زده کړیالانو ته د پوهنتون د پېژندګلوۍ او ښه راغلاست غونډه د یاد پوهنځي د رهبري لخوا ترسره شوه.
د یادې غونډې په پیل کې د ښاغلي قاري عزت الله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل ابراهیم نوري نویو زده ګړیالانو ته د مبارکي او ښه راغلاست ترڅنګ پوهنتون د نوي تحصیلي ژوند کور او سرچینه یاد کړ او ټول زده کړیالان یې مکلف وښودل؛ ترڅو خپل راتلونکی او خپله شخصیت جوړونه له همدې ځایه پیل او د څلور کلن تحصیلي مزل په پای کې د ټولنې د غوره او لوستي ځوان په توګه د ښه خدمت جوګه وګرځي.
ورپسې په ترتیب سره د پوهنتون او پوهنځي پېژندنې او له تحصیلي چاپېریال سره د بلدتیا په اړوند معلومات د نوماند پوهنیار نورجمال مبارکزي، د لوړو زده کړو وزارت په اړوندو اکاډمیکو مرکزونو کې د نظم او ډسپلین د لایحې تشریح د نوماند پوهنیار شیرمحمد حریفال او همدا راز د کریډیټ سیستم د لایحې تشریح د نوماند پوهنیار محمد فلاح سلطاني لخوا وشول.
ورته مهال زده کړیالانو هم یاده غونډه اړینه او ارزښتمنه وبلل او ژمنه یې وښوده، چې د دغه پوهنتون ټولو اصولو ته په پوره پام او درناوي سره به خپل تحصیلي بهیر پرمخ بیایي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS