لوګر پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ته اصلاحي، فکري او روزنیز مجلس ترسره شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۵۴
۱۱

چهار شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۳۰مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون ګڼ شمېر محصلانو ته د لوګر ولايت د بېلابېلو ادارو د مسؤلينو لخوا اصلاحي، فکري او روزنیز مجلس ترسره شو.
د مجلس پيل د لوګر پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په ښه راغلاست او پیل وينا سره وشو. ورپسې ديني عالم مولوي محمد يوسف رحماني د اسلامي نظام پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې. نوموړي اسلامي نظام د عدالت، ورورګلوۍ او هر اړخيزې سلامتيا سمبول ياد کړ او زياته يې کړه، چې د اوسني حاکم اسلامي نظام له برکته مو د هيواد ټول وګړي د راحت او خوښۍ احساس کوي.
تر دې وروسته ديني عالم مفتي عبدالصبور حقاني په اسلامي نظام کې د ځوان پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې. نوموړي پر محصلانو او ځوانانو ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام پر وړاندې خپل مسؤليت او مکلفيت په سمه توګه ترسره کړيد د وخت ارزښت وپېژني، خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی ولري او د خپلې عقیدې، فکر او شخصیت په رغونه کې پوره زيار وباسي. ښاغلي حقاني همدا راز پر محصلانو غږ وکړ، چې د اسلامي نظام او هيواد د ښه خدمت لپاره خپلې موخې سالمې او پر اسلامي اصولو ولاړې وټاکي.
په پای کې د سمينار وروستي ويناوال او د لوګر ديني عالم مفتي ذبيح الله راشد محصلان خپل څلور کلن تحصیلي مسؤليت ته متوجه کړل او پر دوی يې د سالم فکر جوړولو ټينګار وکړ.
ياد اصلاحي او ديني مجلس د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS