لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۴۰
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۲۱مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۲۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک د پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم او د ياد رياست رئيس مولوي شیرآغا پير حبيب الرحمن لخوا لاسليک شو.
په دغه هوکړه ليک کې تر ډېره مسلکي همکاريو ته ځای ځانګړی شوی، چې له مخې به يې دواړه ادارې له يو بل سره د کرنيزو علمي او عملي پروګرامونو په ترتيبولو، د کرنيزو برخو په عملي تجربو او ساحوي کارونو ترسره کولو او همدا راز د محصلانو په عملي او څېړنيزو زده کړو لازم او کړني ګامونه اخستل کيږي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو کې د لوګر پوهنتون کرنې پوهنځي لخوا د مسلکي برخې د پياوړتيا په موخه د لوګر ولايت له ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې رياستونو سره هم د ګډو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شوي دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS