لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د لیلیې لپاره د ګدام او خوړنځای د جوړېدو له چارو لیدنه او څارنه وکړه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۵۴
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۱۷مه او د ۱۴۴۷محرم الحرام ۱۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سیدضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د لیلیې لپاره د نږدې (۲۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د ګدام او خوړنځای د جوړېدو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه او څارنه کې ښاغلي صارم د یادو چارو پر کارکوونکو د ښه او منظم کار کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه ګدام او خوړنځای په جوړېدو سره به د یادې لیلیې شته ستونزې هوارې او د خوړو پر وخت به د لیلیې زده کړیالان له منظم او معیاري خوړنځای څخه برخمن وي.
ورته مهال د دغې موسسې د ساتنې او څارنې مدیر انجنیر محمد شریف احمدزی وایي، چې د یادو چارو پروژه د نږدې (۲۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ده، چې دوی یې وخت پر وخت د لیدنې تر څنګ د کارونو مسلکي او معیاري ارزونه هم ترسره کوي او د اړتیا پر مهال اړوندو کارکوونکو لازمې لارښوونې کوي.
باید وویل شي، چې سږ کال د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دغې موسسې  د ۳۵۰ تنو مستحقو زده کړیالانو او همدا راز ۵۰ تنو مسافرو استادانو لپاره لیلیه منظوره شوې ده، چې د درې وخته خوړو تر څنګ ورته یو شمېر نور لازم امکانات هم برابر شوي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پای ازموینې پیل شوې؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څلورګونو پوهنځيو د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پایې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سمې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د تېرې اونۍ په لړ کې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کرنې، اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له نشه توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي سمینارونو څخه برخمن شول

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له منظمو مهالوېشونو سره سم له نشه یي توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي. . .

BACK TO NEWS