لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو او همدا راز شرعیاتو پوهنځیو د دوهمو ټولګیو زده کړیالانو ته د (آشنایی با اصول یادگیری مؤثر) تر سرلیک لاندې  روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۲۱
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۸مه نېټه.

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو او همدا راز شرعیاتو پوهنځیو د دوهمو ټولګیو زده کړیالانو ته د (آشنایی با اصول یادگیری مؤثر) تر سرلیک لاندې  روزنیز سمینار د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت لخوا وړاندې شو.
په یاد روزنیز سمینار کې ښاغلي شفقت زده کړیالانو ته د مطالعې پر ارزښت، څرنګوالي، د وخت ټاکلو او همدا راز د موضوعاتو پر ټاکلو ارزښتمن معلومات وړاندې کړل.
باید وویل شي، چې دا ډول سمینارونه په منظم ډول د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو زده کړیالانو ته وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS