لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې ( پر ټولنې د نشه یي توکو ناوړه اغېزې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۳۱
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې ( پر ټولنې د نشه یي توکو ناوړه اغېزې) تر سرلیک لاندې څېړنیز-معلوماتي سمینار د دغې موسسې د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي لخوا وړاندې شو.
د یاد سمینار ګډونوال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، د پوهنځیو رییسان، د دعوت او ارشاد آمر، استادان، د لوګر ولایت د معتادینو د درملنې د روغتیایي مرکز مسؤلین، د لوګر د پوهنې او همدا راز کرنې او مالدارۍ ریاستونو استازیو او د دغې موسسې یو شمېر زده کړیالان وو.
په سمینار کې  د دغې موسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شفقت په خپلو خبرو کې ټول نشه یي توکي د ټولنې د تباهۍ او وروسته پاتې کېدو لامل یاد کړل. د دې تر څنګ د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار هم نشه یي توکي د اسلام مبارک دین له نظر حرام یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د یادو توکه په استعمال سره د انسان شخصیت او انساني کرامت ته زیان رسیږي اوهمدا راز انساني ټولنه له خورا ناخوالو سره مخ کیږي. تر دې ورسته ښاغلي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي خپل ترتیب شوی سمینار وړاندې کړ او ورسره هم د لوګر ولایت د معتادینو د درملنې مرکز مسؤل ډاکټر عبدالرحمن د یاد مرکز فعالیتونه او نور اړوند معلومات وړاندې کړل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS