له لېسانس زده کړو وروسته کوښښ وکړئ، تر ماسټري او دکتورا کچې لوړې زده کړې وکړئ!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۱۶
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان ۳۰مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۵مه نېټه.
قدرمنو زده کړيالانو! له لېسانس زده کړو وروسته کوښښ وکړئ، تر ماسټري او دکتورا کچې لوړې زده کړې وکړئ او ځان په خپل مسلک کې په پوره معنا ورسوئ.
دا خبرې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمريت لخوا په جوړه شوې ناسته کې د دغې موسسې د سږکال فارغېدونکو زده کړيالانو ته وکړې.
ښاغلي صارم يادو زده کړيالانو ته د دوی د لېسانس زده کړو د بشپړېدو د خوښۍ او مبارکۍ سربېره دوی ته د لا نورو لوړو زده کړو په ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي وويل« که څه هم د هيواد او وکړو اوسنی اقتصادي حالت کمزوری او د ځوان نسل د لوړو زده کړو لپاره یې يو شمېر ننګونې رامخته کړي؛ خو بيا هم بايد له پوهنتون هر فارغ ځوان د دې په لټه کې وي؛ تر څو په لېسانس زده کړو بسنه ونه کړي، زیار وباسي او د دين او وطن د ښه خدمت په موخه دې تر بل هر وخت او هر چا لوړې او ګټورې زده کړې وکړي»
ښاغلي صارم همدا راز له دغه تحصیلي مرکز څخه فارغېدونکي ځوانان مکلف ياد کړل؛ تر څو هغه څه چې یې په تېرو څلورو کلونو کې د لېسانس په کچه زده کړي، تر نور په سمه او سالمه توګه ور ورسوي.
د يادولو ده، چې دغه اصلاحي او تربيتي ناسته په داسې حال کې وشوه، چې نږدې راتلونکې اونۍ کې د‌دغې موسسې له کرنې او همدا راز ښوونې او روزنې پوهنځيو څخه ګڼ شمېر ځوانان له بېلابېلو څانګو تر لېسانس زده کړو وروسته دټولنې د خدمت په موخه فارغيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS