د کرنې پوهنځي محصلانو سیلو دولتي شرکت ته علمي سير ترسره کړ؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۴
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې د څلورم ټولګي محصلانو د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه د کابل ولايت سيلو دولتي شرکت ته علمي سير ترسره کړ.
په ياد علمي سير کې محصلان د استاد پوهنیار شفیق الله بختیار او پوهنیار عبدالله ځلاند په ملتیا سیلو دولتي شرکت ته ولاړل او هلته یې د غنمو د ذخیره کولو او پروسس عملي بهير له نږدې وليده.
ورته مهال د سیلو دولتي شرکت مسؤلینو محصلانو ته د غنمو د قبلولو، پاکولو، وچولو، ذخیره کولو او ساتنې پوره بهیر په تفصیل سره تشریح کړ او د دې تر څنګ محصلانو د سیلو دولتي شرکت د پرمختللو وسايلو عملي کارونه هم له نږدې وليدله.
د دې تر څنګ د سیلو اړوند لابراتوار کې محصلانو ته د غنمو او نورو غله جاتو د رطوبت د اندازه کولو، د پروټین د فیصدي معلومولو، د خالصوالي د درجې ټاکلو او نورو مهمو ازموینو لپاره د بېلابېلو ماشینریانو د کارونې عملي زده کړه ورکړل شوه، چې  محصلانو د هرې برخې پر عملي کار، موخو او اهمیت هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون محصلانو ته د علمي سيرونو ترتيب له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونيت اړوند د محصلانو د خدمتونو او هغږۍ عمومي او اړوندو پوهنځيو لخوا برابريږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS