د پوهنې وزير لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دیني مدرسو فاضلانو د (عاليه او عالميه) مرحلو د کلنيو ازموينو له بهیر څخه ليدنه وکړه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۵
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۲۵مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۱۳مه نېټه.
د افغانستان د پوهنې وزير ښاغلی شيـ؛؛؛خ مولوي حبيب الله آغا لوګر ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولايت د دیني مدرسو فاضلانو د (عاليه او عالميه) مرحلو د کلنيو مشترکو ازموينو له بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه.
د دغې ليدنې پر مهال د پوهنې ښاغلي وزیر د ازموينو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې پر دیني، دنیوي او اخروي مسؤليت پېژندلو او په ټولنه کې د خپلو مکلفیتونو او همدا راز د ټولنې له شرعي او دیني اړخه د سالمې اصلاح په اړوند کلک ټینګار وکړ. ښاغلي وزیر همدا راز زياته کړه، چې د دغو ازموينو مالي لګښت تر ميليونونو افغانیو رسيږي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا منظور شوی، چې پر اساس يې د یادو ازموينو د ګډونوالو لپاره لازم امکانات برابر شوي.
ورته مهال لوګر د لوړو موسسې رهبري هم د هيواد د پوهنې وزیر پر راتګ دغې موسسې ته خوښي وښوده او همدا راز يې په يادو ازموينو کې د بشپړې همکاري ډاډ وښود.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS