د لوګر مرستیال والي د لوګر پوهنتون له یو شمېر پراختيايي او رغنيزو پروژو ليدنه او څارنه وک

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۹مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۹مه نېټه.
د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور دین‌پرور د لوګر پوهنتون د رهبري په ملتيا د دغه پوهنتون له یو شمېر روانو پراختيايي او رغنيزو پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د مرستيال والي ته تر ښه راغلاست وروسته د یادو پروژو په اړه اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ولايت مقام له ملاتړ او همکارۍ يې مننه وکړه، چې تل د پروژو پر وخت څارنه او ارزونه کوي.
په دې لیدنه کې مرستیال والي لوګر پوهنتون ته له مرکز پل علم ښار څخه د غځېدلي عمومي سړک سربېره د لیلیو د بیارغونې، خوړنځای او غونډو تالار او داخلي سړکونو د جوړېدو چارې له نږدې وليدلې.
د لوګر مرستیال والي د اړوندو کارکوونکو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې باید چارې له کیفیت سره سم‌ او پر وخت بشپړې شي؛ تر څو محصلانو ته لا ډېر مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر پوهنتون د رهبري په هڅو په دغه پوهنتون کې ګڼې رغنيزو پروژې روانې دي، چې د راتلونکي ۱۴۰۵ کال له پيل سره سم به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS