د جیولوجی او معادن پوهنځی
د جیولوجی او معادن پوهنځی لنده پیژندنه
لید لوری:
د لوګر پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځی هڅه کوي چې د علمي څېړنو او اسلامي روحيې پر بنسټ د کانونو په برخه کې د مسلکي کادرونو په روزلو سره، د اعتبار وړ او اکاډميک مرکز په توګه وپېژندل شي.
ماموریت:
د جيولوجي او کانونو پوهنځی د هېواد د جيـولوجي او کانونو پـه برخه کې د پوهې د لېږد، علمي څېړنو او د محصلانو د مهارتونو د لـوړولـو له لارې مسلکي خـدمات وړاندې کـوي؛ترڅو دينـي اوعلمي ارزښتونو ته د ژمنو مسلکي کادرونو په روزنه کې خپله فعاله ونډه ترسره کړي.
ستراتیژیک موخې
1.د ټولو شته منابعو (لکه کلکسیون، لابراتوار او نور) څخه د تحصیلي خدماتو د وړاندې کولو او
نوښت د ودې په موخه اعظمي استفاده
2.د محصلانو د نظري او عملي ظرفیتونو د لوړولو لپاره اغېزمن زده کړېيز خدمات وړاندې کول
او د ټولو لپاره د عادلانه لوړو زده کړو زمینه برابرول
3.د مدیریت او رهبري اغېزمنتیا ښه کول او د اداري فساد پر وړاندې قاطع اقدامات ترسره کول
4.د تحصیلی نصاب بیاکتنه او ارزونه او د هغه د ښهوالي لپاره لازم تدابیر نیول
5.د تعلیمي کیفیت د ساتنې او لوړولو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کول
6.د ادارې دننه او بهر د یو قوي او اغېزمن ارتباطي سیستم تطبیقول
7.د انساني منابعو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره لازم تدابیر نیول
8.په اغيزمنه او غوره توګه د برښنايي- تحصیلي خدماتو وړاندې کول
9.د علمي څېړنو د ودې لپاره لازم تدابیر نیول
ارزښتونه
د اسلامي ارزښتونو درناوی
دنافذه احکامو، فرمانونو، لوایحو او مقرراتو درناوی
عدالت، ژمنتیا او صداقت
شفافیت او حساب ورکونه
دیانت او تقوا
د انساني کرامت درناوی
د مسئولیت احساس
ابتکار او نوښت
غوره حکومتولۍ ته پاملرنه
د اخلاقي اصولو رعایت
سالم رقابت
د کار خونديتوب
ګډون (مشارکت)
د فساد او تعصب پر وړاندې مبارزه
د جیولوجی او معادن د لیدلوری او ماموریت تصویر