بیولوژی څانګه

د بيولوژي څانګه

مخینه

د بیولوژي څانګه په ۱۳۹۳ هجري شمسي کال کې د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د کیمیا له څانګې سره په ګډه رامنځته شوه. د دې څانګې رامنځته کېدل د طبیعي علومو د زده‌کړې د پراختیا او د ټولنې د علمي او ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېده.

د وخت د مسؤلینو د هڅو او تعقیب په پایله کې، په ۱۳۹۵ هجري شمسي کال کې د بیولوژي څانګه په خپلواکه توګه د «بیولوژي څانګې» تر عنوان لاندې په فعالیت پیل وکړ. د څانګې له خپلواک کېدو سره هم‌مهاله، د دې څانګې ښوونیز نظام هم له کلاسیک سیستم څخه کریډیټ سیستم ته واوښت، چې له امله یې د ښوونیز بهیر د ښه والي، د درسي پروګرامونو د غوره تنظیم او د زده‌کړې د کیفیت د لوړولو زمینه برابره شوه.

د بیولوژي څانګې له ۱۳۹۶ هجري شمسي کال څخه تر ۱۴۰۵ کال پورې د خپلو ښوونیزو او علمي فعالیتونو په دوام سره، ټولنې ته د نهو دورو فارغان وړاندې کړي دي. دغو فارغانو د بیولوژي په برخه کې د تخصصي پوهې او مهارتونو په ترلاسه کولو سره، د ټولنې د ښوونیزو او علمي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپل رول ترسره کړی دی.

اوس مهال، د بیولوژي څانګه هر کال د کانکور ازموینې له لارې شاوخوا ۸۰ تنه محصلین جذبوي او هڅه کوي چې د تخصصي، علمي او عملي زده‌کړو د زمینې په برابرولو سره، محصلین د خپلو مسلکي، ښوونیزو او علمي فعالیتونو د دوام لپاره چمتو کړي.

لرلید
بیولوژي څانګه هڅه کوي چې د اغیزمنې ښوونې او روزنې، پرمختللو څیړنو او د نوې تکنالوژۍ د کارونې پر مټ د هیواد په کچه پیاوړی علمي موقف ولري.

رسالت

بیولوژي څانګه ژمنه ده چې د اسلامي او ملي روحیې په رڼا کې مسلکي اشخاص او متخصص ښوونکي، د علمي څیړنو او چاپیریال ساتنې د وړتیاوو په درلودلو سره د هیواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونو لپاره چمتو کړي.

11

   د پوهنمل محمد عالم عاطف ژوند لیک

پوهنمل محمد عالم عاطف د محمد شریف زوی، په ۱۳۶۸ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت په یوه متدينه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د کانکور ازموینې له لیارې په کال ۱۳۸۶ کې د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بیولوژۍ څانګې ته بریالی او په کال ۱۳۹۱ هجري لمریز کې له همدې پوهنتون څخه په بریالیتوب سره فراغت ترلاسه کړ.

په کال ۱۳۹۲ هجري لمریز کې، د یو رقابتي ازموینې له لیاری سره د پکتیا ولایت د مرکزی دارلمعلمین د استاد په حیث وټاکل شو او یو کال یې په دې اداره کې تدریس وکړ. وروسته، په کال ۱۳۹۳ هجري لمریز کې، د یو رقابتي ازموینې په مرسته په بریالیتوب سره د علمي کادر بست ترلاسه کړ او د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژی څانګې کادری غړی شو چې تر دا مهاله په دې تحصیلي اداره کې د علمي کادر غړی په صفت دنده ترسره کوي. نوموړی د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال په میزان میاشت کې د ایران اسلامي جمهوریت د یو تحصیلی بورس په ترلاسه کولو سره د لوړو زده‌کړو لپاره نوموړی هیواد ته ولاړ او تحصیلی دوره ای په بریالیتوب سره، د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال میزان میاشت کې د تهران نړیوال پوهنتون څخه د حیواني فیزیولوژۍ په برخه کې د ماستری سند په ترلاسه کولو سره پای ته ورسوله.

د لوړو زده‌کړو وزارت د (۱۰۴۵۰) شمیرې او (۱۱/۳۰/۱۳۹۸) نیټې حکم په اساس، د بیولوژی څانګې آمر په صفت وټاکل شو چې تر دی مهاله د دې مسؤولیت دنده پر غاړه لري.

بیولوژي څانګه کتلاک

د محصلانو لارښود کتاب

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم