لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو د جنرال مبین خان د مالدارۍ تولیدي فارم ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۴
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۶مه نېټه.
 لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد څانګې زده کړیالانو په لوګر ولایت کې د جنرال مبین خان د مالدارۍ تولیدي فارم ته علمي سفر ترسره کړ او د یاد تولیدي فارم له بېلابېلو برخو یې لیدنې وکړې. 
له یادو زده کړیالانو سره د دغې موسسې د کرنې پوهنځي درې تنو استادانو پوهندوی محمد سردار احمدي، پوهنیار احمد نور ستانکزي او نوماند پوهنیار اسرارالله تسل د لارښود استاد په توګه ملتیا کوله. زده کړیالانو د جنرال مبین خان د مالدارۍ تولیدي فارم کې د کبانو تولیدي فارم، د بزو د ډولونو، د غواګانو د کورنیو او بهرنیو نسلونو ډولونو، د غواګانو د خوړو سرچینې، د شیدو تولید، اندازه او داسې نورو برخو څخه لیدنې وکړې. له یاد علمي سفر څخه د کرنې پوهنځي زده کړیالان هم خورا خوښمن وو او په وینا یې، چې په دغه علمي سفر کې یې په مسلکي برخه کې ډېر څه په عملي او تجربوي توګه ولیدل. ورته مهال د یاد تولیداتي فارم څښتن جنرال مبین خان هم لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د زده کړیالانو په علمي سفر ورتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د نوموړي د مالدارۍ په تولیداتي فارم کې هر وخت د زده کړیالانو عملي زده کړو او مسلکي لیدنو ته چمتو دي.
دغه علمي سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تر دې وړاندې هم د کرنې پوهنځي زده کړیالان د لوګر او کابل یو شمېر کرنیزو، مالداري او تولیداتي فارمونو ته د عملي زده او تجربو ترلاسه کولو په موخه په علمي سفرونو تللي وو.
 د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS