د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو لوګر د لوړو زده کړو موسسې له ټولو مسؤلینو سره اصلاحي مجلس وکړ!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۲۱
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۶مه نېټه.
 د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د یاد ریاست د رییس مولوي حجت الله صاحبزاده په مشري لوګر د لوړو زده کړو موسسې له ټولو مسؤلینو رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره د ښې همغږۍ په موخه اصلاحي مجلس وکړ. 
د مجلس د پیل او ښه راغلاست وینا لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم وکړه او یاد اصلاحي مجلس یې خورا ارزښتمن یاد کړ. نوموړي همدا راز د دغه تحصیلي مرکز د ټولو مسؤلینو د صورت او سیرت د سمون په اړوند پوره ډاډ وړاندې کړ او د دې تر څنګ یې د ټولنې او ځوان نسل اصلاح او سمه روزنه هم د دغه تحصیلي مرکز لومړیتوبونه یاد کړل.
ورته مهال د لوګر د امربالمعروف ریاست مسؤلینو هم په خپلو اصلاحي او هر اړخیزو ویناوو کې د هیواد د ځوان نسل او ټولنې اصلاح، فکري رغونه او سالمه روزنه د داسې تحصیلي مرکزونو ګډ مسؤلیتونه یاد کړل. د دوی په خبره تر بل هر چا، د ځوان نسل او ټولنې د ښې اصلاح او سالمې روزنې ډېره تمه تحصیلي مرکزونو ته کیږي، چې باید په دې برخه کې اړوند مسؤلین د پام وړ کار وکړي.
باید ووایو، چې د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلین هر وخت د دغې موسسې له ټولو مسؤلینو او زده کړیالانو سره اصلاحي غونډې او مجلسونه ترسره کوي.
 د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS