لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی مسجد او کتابتون جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۲۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳کال سنبله/وږي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ربیع الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی مسجد او کتابتون جوړېدو د بنسټ ډبره تېره ورځ/ جمعه د یو شمېر لوړپوړو مسؤلینو او د هیواد د ملي سوداګرو پر لاسونو کېښودل شوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مولوي عبدالله حسیني، د لوګر والي شیـ،،،خ ضیاءالرحمن مدني، د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، د هیواد ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي، د هیواد د صرافانو اتحادیي مشر الحاج بهرام خان ځدراڼ، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ رییس قاضي کلیم الله محمدي، د لوګر قومي مشر الحاج محمد سالم احمدزي، د هیواد مشهوره څهره جنرال مبین خان، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د ولایتي ادارو یو شمېرمسؤلینو، زده کړیالانو، قومي مخورو او دیني عالمانو ګډون درلود.
یاد مسجد او کتابتون د هیواد د ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي لخوا د نوموړي په شخصي لګښت جوړیږي، چې مسجد به یې د شاوخوا ۲۰۰۰ دوه زره تنو لمونځ کوونکو لپاره وي او همدا راز کتابتون به یې هم د دغې موسسې د زده کړیالانو د مطالعې لپاره د پام وړ او بسنه وکړي. 
د یادې غونډې ټولو وینا والو په خپلو خبرو کې د مسجد او کتابتون پر ارزښت خبرې وکړې او یاد دوه یې په داسې تحصیلي مرکزونو کې لازم او اړین وبلل. لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د هیواد له ملي سوداګر ښاغلي کټوازي څخه د منني تر څنګ په دغه تحصیلي مرکز کې د مسجد او کتابتون جوړول یوازې د لوګر نه؛ بلکې د ټول هیواد لپاره ستره لاسته راوړنه او پرمختګ وباله. ښاغلي صارم د مسجد او کتابتون شتون په داسې تحصیلي مرکزونو کې د ځوانانو د ښې عقیدوي تربیې او فکرې روزنې اساسي سرچینې وبللې.
په پاي د هیواد ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي په خپلو خبرو کې د هیواد خدمت او آبادول د هر هیوادوال مسؤلیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ټول باید یو موټی او له پردیو پرته خپل هیواد او په ځانګړي ډول داسې تحصیلي مرکزونه په خپلو پشو ودروو. ښاغلي کټوازي همدا راز په دغه تحصیلي مرکز کې د یوباب لوی مسجد او کتابتون د جوړېدو په تړاو وویل (( دغه مسجد او کتابتون به د دغې موسسې د رهبري او د لوګر د ولس په خوښه جوړیږي، شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي به پکې ځاییږي، د اوداسه لپاره به مناسب ځایونه، تشنابونه، سړې او تودې اوبه لري او همدا راز ودانیزه نقشه به یې په نړیواله کچه وي)) د ښاغلي کټوازي په خبره چې، د یاد مسجد تر څنګ به یو باب معیاري کتابتون هم جوړوي، چې ورسره به شنې ساحې او تفريحي پارکونه هم وي، تر څو د زده کړیالانو لپاره د سالمې تفريح او ښې مطالعې فضا رامنځته شي. د نوموړي په خبره، چې د یاد مسجد او کتابتون د جوړېدو چارې به اوس پیل او تر راتلونکي یو کال پورې به په بشپړ او معیاري ډول پای ته ورسیږي.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS