د ښوونې او روزنې پوهنځي
پوهنځي د رئیس پیغام
حامدا ومصلیا:
زه په ډېر درنښت او ویاړ سره تاسو ټولو ته د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ښه راغلاست وایم. دا پوهنځی د علم، مسلکي ودې، او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ یو علمي بنسټ دی، چې د افغانستان د راتلونکو ښوونکو او روزونکو د روزنې لپاره ژمن دی.
له تأسیس راهیسې، پوهنځي هڅه کړې ده چې یو داسې علمي چاپېریال رامنځته کړي، چې پکې علمي لوړتیا، اخلاقي ارزښتونه، او اسلامي فکر وده وکړي. موږ د خپلو اوو فعالو څانګو، مجربو استادانو، او د پوهنځي د ټولو کارکوونکو په ګډو هڅو سره سلګونه زدهکوونکي روزلي او فارغ کړي دي، چې اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونې او روزنې په مختلفو برخو کې د خدمت په ډګر کې ولاړ دي.
موږ هڅه کوو چې داسې ښوونکي، روزونکي او څېړونکي وروزو، چې علمي پوهه، مسلکي مهارتونه، او ټولنیز مسؤولیت په غوره توګه تر سره کړي، او د معاصرې نړۍ د اړتیاوو او ننګونو ځواب د اسلامي لیدلوري په رڼا کې وویلی شي. په همدې اساس، موږ معاصر تدریسي میتودونه، ټکنالوژي، او څېړنیز مهارتونه د اسلامي او افغاني ارزښتونو تر سیوري لاندې خپلو زدهکوونکو ته وړاندې کوو، څو هغوی د علم، اخلاقو او مسؤلیت پر بنسټ بریالي، بااخلاقه او فعال متدین وګړي شي.
موږ د کیفیت لوړوالي، علمي ځواک، او ټولنیزو خدمتونو ته ژمن یو. له مهمو هدفونو څخه مو دا دی، چې د علم او پوهې معیار ته وده ورکړو، د نوښتګر تدریسي او څېړنیز چاپېریال رامنځته کړو، او د خپلو زدهکوونکو له لارې ټولنې او هېواد ته اغېزمن خدمت وړاندې کړو. دا او دې ته ورته نور هدفونه د دې خبرې ثبوت دی، چې موږ غواړو یو پرمختللی، د نوښتونو او ابتکارونو ډک علمي چاپېریال رامنځته کړو.
زما پیغام تاسو خوږو زدهکوونکو ته دا دی: تاسو د دې خاورې او زموږ د هېواد راتلونکی یاست. له دې فرصت څخه په پوره مینه او لیوالتیا ګټه واخلئ، خپلې زده کړې بشپړې کړئ، ټولنې او هېواد ته په پوره وړتیا، پوهه، اخلاص او دیني انګیزې سره خدمت وکړئ. همدارنګه له خپلو قدرمنو استادانو، همکارانو او شریکانو څخه غوښتنه کوم، چې راځئ په ګډه هڅه وکړو څو د ښوونې او روزنې پوهنځی د ویاړ، نوښت او لوړ معیار یوه بېلګه وګرځي.
اللّٰه جل جلاله دې زموږ هڅې د یو روښانه او هوسا سبا لپاره قبولې کړي.
په درنښت
پوهندوي مولوي میرویس ستانکزی
د ښوونې او روزنې پوهنځي مخينه
د لوړو زده کړو وزارت د درنو مقاماتو د (۵۷۵) ګڼې ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ نېټې وړاندیز او د تېرې دولت د ریاست مقام د (۱۲۰۰) ګڼې ۲۰/۰۲/۱۳۹۳ نېټې حکم پر بنسټ، د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د (ریاضي ـ فزیک) او (کېمیا ـ بیولوژي) په نوم له دوو ډیپارټمنټونو سره خپل علمي او اکاډمیک فعالیتونه پیل کړل. نوموړي پوهنځي د خپلې پیلیزې دورې په اوږدو کې د دوو کلونو لپاره د یادو څانګو له لارې د تدریس چارې پر مخ یوړې. وروسته د تقنین او مؤسساتي انکشاف آمریت د (۱۱۴) ګڼې ۹/۴/۱۳۹۴ نېټې مکتوب او د علمي بورډ د ۸/۴/۱۳۹۸ نېټې پرېکړې پر اساس، دغه دوه ډیپارټمنټونه په څلورو جلا څانګو ـ (ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي) ـ وویشل شول. په دوام کې، د ملکي لوړو زده کړو مؤسسو عالي شورا د (۵) ګڼې ۱۵/۵/۱۳۹۸ نېټې د (۱۷) بند د تصویب له مخې، د (اسلامي ثقافت) او (انګلیسي ژبې او ادبیاتو) دوه غیر فارغ ورکوونکي څانګې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د (۱۲۶) ګڼې ۱۴/۶/۱۳۹۸ نېټې مکتوب پر اساس، د بیولوژي او ریاضي څانګو لپاره د شپې برنامې هم په همدې پوهنځي کې پيل شوې او د محصلینو پر وړاندې یې خپلې دروازې پرانیستې.
د وروستیو پرمختګونو په لړ کې، د وزارت عالي شورا د (۲۶۲۲/۱۰۶۹) ګڼې د ۲/۲/۱۴۰۲ نېټې د (۸) بند د تصویب پر اساس، د کمپیوټر زده کړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه. همدارنګه، د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه د فارغ ورکوونکې څانګې په کچه ارتقا ومونده او د (اسلامي علومو او فرهنګ) تر عنوان لاندې تأیید شوه.
اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی د اوو فارغ ورکوونکو څانګو لرونکی دی چې په کې د تجربې، علمي وړتیا او مسلکي پوهې څښتن استادان د محصلینو د روزنې، علمي څېړنو او اداري چارو مسؤلیت په اغېزمنه توګه پر مخ وړي. تر دې دمه دغه پوهنځی په (۸) دورو کې د هیواد د علمي او مسلکي خدمتونو ډګر ته د سلګونو فارغینو د وړاندې کولو ویاړ لري، کوم چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټولنې د بنسټیز پرمختګ لپاره ارزښتناک رول لوبوي. د پوهنځي رهبري په ژمنتیا سره هڅه کوي چې محصلین د اسلامي فکر او ملي روحیې په رڼا کې وروزي او هغوی د نظام، هېواد او ټولنې د خدمت لپاره د متخصصو او مسلکي کدرونو په توګه وړاندې کړي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتیژیکې موخـــې
- د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړاوی.
- د علمي څېړنو ترسره کول.
- د کېمیا، فزیک او اسلامي ثقافت په برخه کي دوه د شپې برنامې ایجادول.
- د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د دویم پړاو تېرول.
- په مجهزو لابراتوارونو سره د ساینسي ټولو څانګو سمبالتیا.
- په پروجکټورونو او څارونکو کامرو سره د ټولګیو سمبالول
- دشنې داسې ساحې جوړول چې ۲۰ اوږدې او سیوري لرونکې څوکۍ ولري.
- د کمپیوټرونو په لرلو د یوه کمپیوټر لب جوړول او دکتاب لوستنې لپاره د مناسب صالون لرونکی کتابتون.
- د پوهنځی په اوسني تشکیل کې د اکاډمیکو او اداري بستونو زیاتول.
- په اسلامي، انساني او ملي روحیه د هڅاندو، غښتلو او خلاقو محصلانو روزنه.
- د زده کړیالانو مسلکي مهارتونو او تخصصي پوهې کیفيت لوړول.
- د زده کړیالانو لپاره مشاورې مرکز ایجادول.
- د زده کړیالانو ترمینځ د تجربو شریکولو او افکارو د ګډون زمینه برابرول.
د پوهنځي لرليد
ښـــوونــې او روزنــې پوهنځی هڅه کوي چې د ټولنــې اړتیاوو او د کار بازار ته په کتو، د څېړنو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کــې د هـيواد په کـچه د یو با اعتباره او مخکښ اکاډمیک بنسټ په توګه ځانګـــړی مـقـام خپل کړي.
د پوهنځي رسالت
ښــوونـې او روزنــې پوهــنځی په لازمــو مهـارتونو، عصــري میتودونو، ښوونیزه ټکنالوژۍ، اسلامــي او ملــي روحيـې سمبال مسلکــي، ژمن او مبتکــر ښوونکــو روزل او ستونزو ته علمــي حل لارو لټولو په موخـه د څېړنو ترسره کـول خپل مـامـوریت ګـڼي.
د پوهنځي ارزښتونه
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی او ژمنتیا.
- د هیواد نافذه قوانینو، احکامو،فرامینو او لوایحیو ته درناوی.
- صداقت، عدالت او تعهد.
- کاري ژمنتیا او پر مسلکیتوب باور.
- چارو کې کیفیت ته ځانګړې پام لرنه.
- شفافیت او حساب ورکونه.
- د مسئولیت احساس.
- خلاقیت او نوښت.
- د فساد او تعصب پر وړاندې مبارزه.
- د مشارکت اصل ته په کتلو سالم رقابت کول.
د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو شهرت جدول
|
د علمي مقالو خپرېدل |
علمي آثار |
کاري تجربه |
تقرر نېته |
تحصیلي څانګه |
تحصیل درجه |
علمي رتبه |
د پلار نوم |
تخلص |
نوم |
شمیره |
|
۲۰ |
۵ |
۲۰ |
۱۳/۲/۱۳۸۵ |
بیولوژي |
دوکتور |
پوهنوال |
همیشه ګل |
عبدالرحیمزی |
وحیدالله |
|
|
۸ |
۳ |
۱۷ |
۱/۵/۱۳۸۸ |
ریاضي |
ماسټر |
پوهندوی |
حسن خان |
رحیمی |
محمد رحیم |
|
|
۱۲ |
۳ |
۱۱ |
۱۱/ ۵/ ۱۳۹۴ |
کېمیا |
ماسټر |
پوهندوی |
محمد شریف |
ستانکزی |
محمد جاوید |
|
|
۵ |
۲ |
۱۱ |
۱۳/ ۲/ ۱۳۹۴ |
ریاضي |
ماسټر |
پوهنمل |
حلیم جان |
فیضی |
عبدالصبور |
|
|
۵ |
۲ |
۱۲ |
۹/ ۱/ ۱۳۹۳ |
بیولوژي |
ماسټر |
پوهنمل |
محمد شریف |
عاطف |
محمد عالم |
|
|
۵ |
۱ |
۱۳ |
۱۵/۱/۱۳۹۲ |
بیولوژي |
ماسټر |
پوهنمل |
بسم الله |
مهین |
نظیف الله |
|
|
۳ |
۲ |
۱۲ |
۱۶/ ۲/ ۱۳۹۳ |
فزیک |
ماسټر |
پوهنمل |
محمدآصف |
سلطانی |
محمد شریف |
|
|
۶ |
۲ |
۶ |
۱۵/۸/۱۳۹۹ |
اسلامي علوم او فرهنګ |
ماسټر |
پوهنمل |
نور ولی |
نوري |
ابراهیم |
|
|
۳ |
۲ |
۶ |
۱۵/۸/۱۳۹۹ |
اسلامي علوم او فرهنګ |
دوکتور |
پوهنمل |
سیف الملوک |
حقمل |
یحیی |
|
|
۲ |
۱ |
۱۲ |
۱۰/ ۱/ ۱۳۹۳ |
ریاضي |
ماسټر |
پوهنیار |
تورګل |
حبیبي |
غلام حبیب |
|
|
۴ |
۲ |
۱۱ |
۲۸/ ۶/ ۱۳۹۴ |
فزیک |
ماسټر |
پوهنیار |
الف خان |
حیات |
شبیر الله |
|
|
۴ |
۱ |
۱۲ |
۲۴/ ۲/ ۱۳۹۳ |
کېمیا |
ماسټر |
پوهنیار |
عبدالجلیل |
نوابی |
صفی الله |
|
|
۱۲ |
۱ |
۸ |
۱۹/ ۱/ ۱۳۹۷ |
کېمیا |
ماسټر |
پوهنیار |
پاینده محمد |
کاکړ |
عزیر محمد |
|
|
۱ |
۱ |
۹ |
۲۱/ ۵/ ۱۳۹۶ |
ریاضي |
ماسټر |
پوهنیار |
نورانجان |
عمری |
ذبیح الله |
|
|
۲ |
۱ |
۹ |
۱۱/ ۵/ ۱۳۹۶ |
فزیک |
ماسټر |
پوهنیار |
عزیز الله |
احمدی |
ذبیح الله |
|
|
۳ |
۱ |
۸ |
۲۷/ ۴/ ۱۳۹۶ |
بیولوژي |
ماسټر |
پوهنیار |
نصر الله |
مهمند |
قدرت الله |
|
|
۶ |
۱ |
۸ |
۲۹/ ۱۰/ ۱۳۹۷ |
ارواپوهنه |
لېسانس |
پوهنیار |
جنت گل |
نجیب |
نجیب الله |
|
|
۱ |
۱ |
۵ |
۱۵/ ۲/ ۱۴۰۰ |
انګلیسي |
ماسټر |
پوهنیار |
محمد نعیم |
مزمل |
محمدتمیم |
|
|
۱ |
۱ |
۵ |
۱۵/ ۲/ ۱۴۰۰ |
انګلیسي |
لېسانس |
پوهنیار |
جمال الدین |
سعید |
رفیع الله |
|
|
۳ |
۱ |
۱۳ |
۱۹/۱ /۱۳۹۲ |
اسلامي علوم او فرهنګ |
ماسټر |
پوهنیار |
احمد شاه |
یوسفزی |
احمد غیور |
|
|
۲ |
۱ |
۳ |
۲۲ / ۳ / ۱۴۰۲ |
اسلامي علوم او فرهنګ |
ماسټر |
پوهنیار |
علی ګل |
زاهد |
فضل ربی |
|
|
۳ |
۱ |
۴ |
۶/ ۷/ ۱۴۰۱ |
کمپیوټر زده کړه |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
رحیم ګل |
روفی |
بریالی |
|
|
۲ |
۰ |
۲ |
۲۹/۶/۱۴۰۳ |
کمپیوټر زده کړه |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
رازمحمد |
رازدار |
الله محمد |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۲۶/۷/۱۴۰۳ |
کمپیوټر زده کړه |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
سیدحضرت شاه |
سادات |
عبدالقادر |
|
|
۰ |
۰ |
۰ |
۲/۲/۱۴۰۳ |
بیولوژي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد رسول |
همتا |
وحیدالله |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۲۷/۲/۱۴۰۳ |
کیمیا |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
امیرمحمد |
حریفال |
شیر محمد |
|
|
۰ |
۰ |
۱ |
۲۱/۰۴/۱۴۰۳ |
کیمیا |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد صادق |
آریایې |
محمد فاروق |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۰۶/۸/۱۴۰۳ |
ریاضي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
فضل الله |
ستانکزی |
محب الله |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۶/۸/۱۴۰۳ |
ریاضي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
فضل الربی |
مسرور |
عبدالله |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۱۸/۱۰/۱۴۰۳ |
فزیک |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد میر |
احمدزی |
حضرت میر |
|
|
۱ |
۱ |
۲ |
۲۰/۲/۱۴۰۳ |
ښوونه او روزنه |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
محمدنعیم |
سهاک |
نصیراحمد |
|
|
۱ |
۱ |
۵ |
۱۵/ ۲/ ۱۴۰۰ |
انګلیسي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
سید مبارک شاه |
مبارکزی |
نورجمال |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۱۸/۱۰/۱۴۰۳ |
انګلیسي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
حاجي زرمه ګل |
شینواری |
حامد کرزی |
|
|
۰ |
۰ |
۱ |
۱۰/۰۲/۱۴۰۴ |
انګلیسي |
لېسانس |
نوماند پوهنیار |
سیدالرحمن |
رحماني |
محمد یعقوب |
|
|
۰ |
۰ |
۴ |
۱ / ۱۱ / ۱۴۰۱ |
فزیک |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
شاه محمود |
زاهد |
احمد ضیا |
|
|
۰ |
۰ |
۴ |
۲۶/ ۱۰/ ۱۴۰۱ |
ریاضی |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد عمر |
سعادت |
سید محمد |
|
|
۰ |
۰ |
۴ |
۱/ ۱۱/ ۱۴۰۱ |
کیمیا |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
احمد نبی |
ثاقب |
سردار ولي |
|
|
۰ |
۰ |
۲ |
۷ / ۱۰ / ۱۴۰۲ |
کیمیا |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد انور |
سلطانی |
محمد فلاح |
|
|
۰ |
۰ |
۳ |
۰۷/ ۱۲/ ۱۴۰۲ |
فزیک |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
محمد علی |
غلامی |
علی جان |
|
|
۰ |
۰ |
۰ |
۲۹/۰۱/۱۴۰۵ |
کمپیوټر ساینس |
لیسانس |
نوماندپوهنیار |
یارمحمد |
منګل |
کریم خان |
|
|
د ښوونی او روزنی پوهنځې د نوی نصاب کتابونه |
||
|
شماره |
کتاب نوم |
فایل |
|
۱ |
ریاضی نوی نصاب |
|
|
۲ |
فزیک نوی نصاب |
|
|
۳ |
کیمیا نوی نصاب |
|
|
۴ ۵ ۶ |
بیولوژی نوی نصاب کمپیوټر زده کړې څانګې نصاب اسلامي علومو او فرهنګ څانګې نصاب |
|
|
۷ |
د ښوونې او روزنې پوهنځۍ کتلاک |
|
|
۸ |
|
|