لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛
چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار د (وفا) مؤسسې لخوا وړاندې شو.
د عامه پوهاوي دغه سمینار د یادې مؤسسې د استازي ښاغلي حفیظ الله نوري لخوا وړاندې شو، نوموړي په یاد سمینار کې د چاپېریال ساتنې، روغتیا ساتنې او همدا راز د چاپېریال د پاکوالي په اړوند هر اړخیز معلومات را غونډ کړي وو، چې ګڼ شمېر محصلان ورڅخه برخمن شول.
باید وویل شي، چې د یاد سمینار په ترڅ کې یوشمېر قرطاسیه هم د یادې مؤسسې د استازیو لخوا د سمینار پر ګډونوالو محصلانو ووېشل شوه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
