لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۵
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري تر سره شوه.
د ناستې ګډونوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی سربېره  د څلورګونو پوهنځیو رییسان او نور غړي وو.
د ناستې په پیل کې د دغې موسسې رییس خپلو خبرو کې د پوهنځیو رییسانو او مرستیالانو ته د وخت او حاضري په پام کې نیولو سره ټینګار وکړ. ورپسې د راتلونکي خزاني سمستر د پاي ازموينو لپاره د چمتووالي او همدا راز د یو لړ نورو اړینو موضوع ګانو په اړوند خبرې او پرېکړې وشوې.
باید ووایو، چې د دغې موسسې رهبري شورا ناسته هره مياشت له منظم مهالوېش سره سم د چارو د سمون او همغږۍ په موخه ترسره کيږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS