لوګر د لوړو زده کړو موسسه د نبوي سیرت په پار ویاړمنه غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۷
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تله ۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۰مه نېټه.
د یادې غونډې ګډونوال د دغې موسسې رهبري، استادان، اداري کارکوونکي، د لوګر یو شمېر مخور دیني عالمان او د دغې موسسې ګڼ شمېر زده کړیالان وو. غونډې په پیل کې د خدای تعالی د سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو پر تلاوت د رنګینۍ شېبې خپلې کړې او ورپسې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت ښه راغلاست وینا او د غونډې څرنګوالی په ډاګه کړ. له دې سره سم د لوګر دیني عالم او د استیناف محکمې رییس مولوي روح الله عبدالسلام د اسلام د ستر پیغمبر (ص) هجرت مدینې منورې ته او همدا راز د بدر د غذا پر درسونو او عبرتونو هر اړخیزه وینا وکړه. د غونډې دویمه موضوع له پیدایښت څخه تر بعثته پورې د خوږ پیغمبر (ص)د ژوند پر حالاتو وه، چې د دغې موسسې د شرعیاتو پوهنځي رییس مولوي محمد ابراهیم حـ؛؛؛قاني یې په اړوند په زړه پورې وینا وکړه. ورپسې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم له بعثت څخه وروسته د اسلام د سپېڅلي پیغمبر (ص) پر مکي ژوند، درسونو او عبرتونو وغږېد. یادې غونډې له ځان سره نعتیه کلام هم درلود، چې د یو تن زده کړیال ذاکر عمر لخوا ترنم شو. وروستۍ موضوع هم د حضرت محمد مصطفی (ص) د ټولنیز ژوند په اړوند وه، چې د اسلامي ثقافت استاد پوهنیار فضل الربي زاهد لخوا پرې خبرې وشوې او یاده غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي سمیع الله محمدي لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS