د لوګر پوهنتون مالي او اداري مرستیال د لیلیې ودانیو د بیارغونې، خوړنځای او غونډو تالار د جوړېدو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۱۰
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/لیندۍ ۴مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۴مه نېټه.
د لوګر پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی د لیلیې ودانیو د بیارغونې او همدا راز خوړنځای او غونډو تالار د جوړېدو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه او څارنه کې مالي او اداري مرستیال د اړوندو کارکوونکو له هڅو او زیار مننه وکړه او د دې تر څنګ یې د چارو پرچټکۍ او ښه کیفیت ټینګار وکړ.
ورته مهال د دغه پوهنتون د ساتنې او څارنې عمومي مدیر انجنیر محمد شریف احمدزی وایي، چې د لوګر پوهنتون د لیلیې لپاره د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت د شاوخوا ۲۳میلیونه افغانیو په ارزښت دخوړنځای او همدا راز د غونډو تالار د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه ترسره شوې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS