د امربالمعروف قانون د تنفیذ کمېټې د څلورګونو پوهنځيو څخه څارنه ارزونه وکړه!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۳
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۰ مه او د ۱۴۴۷ صفر المظفر ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د امربالمعروف قانون د تنفیذ کمېټې د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځيو څخه څارنه ارزونه وکړه.
دغې کمېټې د يادو پوهنځيو پر رهبريو او استادانو ټینګار وکړ، چې د تل په څېر دې د نويو او پخوانيو زده کړيالانو پر فکري، عقيدوي او مسلکي روزنو مثبت کار وکړي او زياته يې کړه، چې تر څلور کلنو لوړو زده کړو وروسته بايد له دغه تحصیلي مرکز څخه هر فارغ شوی ځوان د امکان تر حده هر اړخيز سالم روزل شوی وي.
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS