لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو لپاره د بایو متریک لړۍ پیل شوې؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۲مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د ۱۴۴۷ کال اړوندو د لوګر ولایت د دینی مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو لپاره د بایو متریک لړۍ پیل او چارې یې په منظم ډول روانې دي
دغه ازموینې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په لارښوونه په دغه پوهنتون کې اخستل کیږي، چې بایومتریک یې نن ورځ پیل او تر راتلونکې جمعې (څلور ورځې) دوام لري.
د دغې ازموینې د بایومتریک د مسؤلینو په خبره، چې د یادې ازموینې لپاره په لوګر ولایت کې ۱۹۱ تنه فاضلانو نوملیکنه کړې، چې راتلونکې اونۍ به یې په رسمي ډول ازموینې پیل شي.
ورته مهال د لوګر پوهنتون رهبري هم د یادې ازموینې لپاره د خپلو شته امکاناتو پر مټ د بشپړ چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
