تاریخچه دیپارتمنت فقه وقانون

د فقه او قانون څانګې تاریخچه: 
فقه او قانون څانګه د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو معتبر تحصیلي او علمي فارغ ورکوونکی واحد دی چې په ۱۴۴۴ هـ ق کال یې په فعالیت پیل کړی، عدلي، قضایي، قانون جوړونې او اړونده ادارو ته د لېسانس په کچه مسلکي کادرونه وړاندې کوي، فقه او قانون څانګه د پنځو تنو ماسټرانو په کچه علمي کادر غړو لرونکې ده چې (۱۵۴) تنو محصلانو ته د لوړو زده کړو محترم وزارت د نصاب ریاست له لوري تائید شوی نصاب تدریسوي او په څلورو کلونو او اتو سمسترونو په دوره کې یو فراغت ورکوي، تر اوسه یې(۱۴۴۸هـ ق – ۱۴۰۵هـ ش) یوه دوره فراغت هم ورکړی دی. 
لرلید(Vision)
فقه او قانون څانګه غواړي چې د هیواد په کچه د حنفي فقه، حقوقي زده کړو، علمي څېړنو او د مسلکي کادرونو په روزنه کې د یوې مخکښې او باوري علمي مرجع په توګه وځلیږي.
رسالت (Mission)
فقه او قانون څانګه د معیاري نصاب د تدریس او د علمي څېړنو له لارې، ټولنې ته د خدمت او د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه، په اسلامي ارزښتونو سمبال مسلکي کادرونه روزي، ترڅو د هېواد په عدلي، قضایي او تقنیني برخو کې شته ننګونو ته حل¬لارې وړاندې کړي.
اهداف:
1.    علمې څېړنو کې نوښت ته وده ورکول.
2.    کیفیت لوړول.
3.    ظرفیت لوړنه.
4.    د تحصیلي خدمتونو زیاتوالی.
5.    مؤثر تدریسي خدمتونه.
6.    عملي زده کړو ته زمینه برابرول.
ارزښتونه:
1.    اسلامي ارزښتونو ته درناوی.
2.    اخلاص او ريښتنولي.
3.    مسلک او استعداد.
4.    په چارو کې شفافیت.
5.    علمي اصولو ته درناوی.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo