لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۲
۱۱

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیا‌ءالاحمد صارم د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د لیدنې تر څنګ په دغه موسسه کې د (۳۰۰۰) تازه کښېنول شویو نیالګیو له ساحې هم لیدنه او څارنه وکړه.
په دغو لیدنو کې د دغې موسسې رییس د لیلیې د خوړنځای او ګدام د جوړېدو په برخه کې د اړوند قرارداي شرکت پر مسؤلینو د ښه او معیاري کار ترسره کولو ټینګار وګړ، چې د قرارداي شرکت د مسؤلینو لخوا هم په یاده برخه کې بشپړ ډاډ ورکړل شو. د دې ترڅنګ د دغې موسسې رییس په دغه تحصیلي مرکز کې د (FGA) موسسې لخوا د (۳۰۰۰) تازه کښېنول شویو نیالګو له ساحې هم لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي په یاده ساحه کې د نیالګیو پر زرغونتیا بې سارې خوښي وښوده او د یادې ساحې اړوندو خدماتي کارکوونکو ته یې د نیالګیو د ښې پالنې او اوبو پر وخت رسونې په اړه ټینګار وکړ.
یاده دې وي، چې د دغې موسسې د لیلیې لپاره د خوړنځای او ګدام په جوړیدو سره د لیلیې مېشتو زده کړیالانو ته د پام وړ آسانتیاوې او امکانات برابر شي او د دې تر څنګ به د دغې موسسې په انګړ کې د تازه کښېنول شویو نیالګیو زرغونتیا او طبعي سیوري د ټولو زده کړیالانو لپاره د ښې مطالعې، سالمې تفرېح او طبعي هوا د خوند اخستنې زمینه برابره کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS