لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو د دغه ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۰:۴۸
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۳۱مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۱۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د  کرنې پوهنځي د دریم ټولګیو زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د دغه ولایت د محمدآغۍ ولسوالۍ اړوند سرخ آباد سیمې د لوی غرشرکت ته علمي سفر ترسره کړ.
یاد علمي سفر د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی محمد سردار احمدي په مشرۍ او لارښوونه ترسره شو. په یاد سفر کې د لوی غرشرکت رییس زکریا احمدزی ټولو محصلينو ته د یاد شرکت کارخونې، ګدامونه، د دانوماشینونه او ځینې نور اړوندو وسایلو په اړوند معلومات او لارښوونه وکړه. ورته مهال د کرنې پوهنځي زده کړیالانو هم له یاد علمي سفر او عملي زده کړو څخه ډېر څه لاسته راوړل، چې د دوی په خبره په راتلونکي کې ورسره په مسلکي برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي. 
په یاد شرکت کی تر (۲۰) زیات کارکوونکو اړوندې چارې مخته وړي او تر ۲۱ ډېر ډوله غلې-دانې لکه: (جوار،غنم،اوربشی......اوداسی نور) یی تولید او صادروي. باید وویل شي د یاد شرکت مسؤلینو لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو ته په راتلونکي کې د اړوندو برخو د عملي زده کړو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS