لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۵
۱۱

چهار شنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۱مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۵۰ سلنه یې ترسره شوي دي.
دغه لوی جومات، چې په یو وخت به د شاوخوا (۲۰۰۰) لمونځ کوونکو لپاره بسنه کوي د هیواد د یو تن ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي لخوا د نوموړي په شخصي مالي لګښت جوړيږي. یاد جومات چې په څنګ کې به د اودسونو لپاره ځانګړي ځایونه، د سړو او تودو اوبو منظم سیستم، د جومات اړخونو ته منظمه شنه شاحه/ تفریحي پارک او ورسره په خواکې د زده کړیالانو لپاره ځانګړی او معیاري کتابتون هم ولري، د قراردادي شرکت د مسؤلینو په خبره، چې د روان ۱۴۰۴ کال تر نیمایي به یې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضياءالاحمد صارم د یاد جومات د جوړېدو له چارو د لیدنې پر مهال له اړوندو کارکوونکو د مننې او هڅونې تر څنګ له دوی څخه په کارونو کې د پوره اخلاص هیله وښوده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS