د شرعیاتو پوهنځې نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ خپل مخکښ زده کړیالان وستایل!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سنبلې/ وږي ۱۰مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ۱۴۰۴ کال پسرلني سمستر مخکښ زده کړیالان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.
د غونډې پیل د قاري حکمت الله حکیمي په ښایسته تلاوت سره وشو او ورپسې وینا کې د لوګر پوهنتون رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د یاد پوهنځي زده کړیالان صورت او سیرت جوړونې له اړخه د ټول پوهنتون په کچه یوه بېلګه وښودل. ښاغلي صارم زده کړیالانو ته په ډاګه کړه، چې تر بل هر وخت ورته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره ده او همدا راز د پوهنتون ټول شته امکانات دا مهال د ځوان نسل پر سالمې روزنې کارول کیږي.
ورپسې د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد ګلاب د علمي پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې علم په اسلامي شریعت کې خورا زیات اهمیت او ځانکړی ځای لري او د دې تر څنګ و علم پر مټ انسانان د ښې او غوره شخصیت جوړونې او انساني کرامت امتیاز خپلولای شي.
یادې غونډې نویو زده کړیالانو د کردیټ سیستم او نظم او ډسپلین لایحې تر تشریح او همدا راز مخکښو زده کړیالانو ته د ستاینپاڼو تر وېش وروسته د شرعیاتو پوهنځي د رئیس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهیم حقـ؛؛؛اني لخوا د دعایې په لوستلو سره پای وموند.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS