د امـارتي ادارو په پالیسیو کې کې علمي څېړنې د پام وړ ځای لري!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۲۳
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۶مه نېټه.
د ام؛؛؛ارتي ادارو په پالیسیو/ تګلارو جوړولو او پرمختګ کې علمي څېړنې او علمي-تحصیلي مرکزونو د پام وړ ځای لري.
دا څرګندونې د ولایتي پراختیا کمېټې په ناسته کې، چې د لوګر ولایت مقام د ناستو په تالار کې ترتیب شوې وه لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي د یو معلوماتي سمینار په لړ کې تېره چهارشنبه وکړې.
د یادې ناستې برخوال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، د ولایتي ادارو مسؤلین او همدا راز په لوګر کې د همکارو مؤسسو استازي وو.
ښاغلي استاد عبدالرحیم زي په خپل ترتیب شوي سمینار کې وښودل چې په نظام کې، چې د هرې ادارې پالیسي د علمي څېړنو په پایلو کې ترلاسه شي د پرمختګ، ښه پلې کېدو او لاسته راوړنو شاهده به وي. نوموړي همدا راز د ولایت مقام او ولایتي ادارو مسؤلینو ته وړاندوینه وکړه، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټول کادري او تخصصي غړي د دې وړتیا لري، چې ولایتي ادارې خپلې اړوندې پالیسي د ترتیب په موخه او مسلکي ستونزې د هواري په موخه په رسمي ډول له دغه تحصیلي مرکز سره شریکې کړي، تر څو د دغې موسسې کادري او تخصصي غړي یې د علمي څېړنو په ترسره کولو سره ورته حل لارې پیدا او پایلې ورسره شریکې کړي.
یاد معلوماتي سمینار په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې په دې وروستیو کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ۶ تنو استادانو لخوا له اړوندو ادارو سره په همغږي پر شپږو بېلابېلو ارزښتمنو موضوع ګانو علمي څېړنې ترسره شوې، چې پایلې یې د یو رسمي کنفرانس په ترڅ کې له اړوندو ادارو او متخصصانو سره شریکې شوې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS