لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت دوهم پړاو ترلاسه کولو په موخه د پوهنتون داخلي ارزونه ترسره شوه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۰
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۱مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت دوهم پړاو ترلاسه کولو په موخه د پوهنتون داخلي ارزونه د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړوني او اعتبار ورکونې آمریت له لوري ترسره شوه.
دغه ارزونه چې شاوخوا ۳ اونۍ یې دوام وکړ د دغه پوهنتون ټولې علمي او اداري برخې په کې شاملې وې. ورته مهال د لوګر پوهنتون د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد وایي، چې دغه عمومي ارزونه یې د ځانکړو او بېلابېلو اړوندو چک¬لېستونو پر اساس ترسره کړې او پایلې  به یې تر ترتیب او توحید وروسته له لوړو زده کړو وزارت سره شریکې شي. نوموړی همدا راز وایی، چې ترسره شوې ارزونې ته په کتو د دغه پوهنتون په علمي او اداري برخو کې د پام وړ ښه والی او پرمختګ شوی دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS