لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې ناسته ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۶:۳۱
photo

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۱۶مه او د ۱۴۴۶ صفر ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشرۍ ترسره شوه.
په ناسته کې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت سربېره د څلورګونو پوهنځیو رییسانو او د دعوت او ارشاد آمر ګډون درلود. په پیل کې د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې اداري فساد د یوې ادارې د له منځه وړلو لوی لامل یاد کړ. نوموړي وویل چې هر ډول خیانت په یوه اداره کې اداري فساد بلل کیږي. ښاغلي صارم همدا راز په دندو کې غفلت ته په اشارې وویل، چې د هر معاونیت او پوهنځي مشر لومړی پر ځان او بیا پر خپله ټوله کاري ډله مسؤل دی، چې له ورځنیو او رسمي چارو یې څارنه او ارزونه وکړي د نوموړي په خبره، هېڅ مسؤل باید خپلې کاري ډلې ته د اداري فساد او غفلت کولو وخت او جرآت ورنکړي، چې په دې صورت کې به ټول د یوې سالمې او ښې ادارې درلودونکي او شاهدان یو. ورپسې په ناسته کې پر ځینو نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث او پرېکړې وشوې او یاده ناسته د ګډونوالو لخوا د وړاندیزونو او نظرونو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS