لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې له سل¬ګونو د دولسم ټولګیو فارغو زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخستل شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۰
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر د مرکز او ولسوالیو د دولسم ټولګیو له سل¬ګونو فارغو زده کوونکو څخه له عمومي کانکور سره د بلدتیا او ذهني وړتیا لوړونې په موخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخستل شوه.
دغه د کانکور ازمایښتي ازموینه لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د رهبري او د استادانو د یوې ځانګړې کمېټې لخوا د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې آمر پوهنیار احمد غیور یوسفزي په مشري ترتیب شوې وه، چې د ګډونوالو لپاره یې ټول اړوند خدمتو وړیا او د دغې موسسې لخوا وو. په دغه ازموینه کې عمومي کانکور ته ورته له بېلابېلو برخو څخه (۱۶۰) څلورځوابه پوښتنې ترتیب شوې وې، چې له تخنیکي لارښوونو سره سم له ځواب پاڼو او کود رشتو سره مل د ازموینې پر ګډونوالو ووېشل شوې.
د ازموینې ګډونوالو ته د مناسب ځای او لازمو امکاناتو تر څنګ لازم وخت په واک کې ورکړل شوی و؛ تر څو دوی په خورا ډاډمن ډول خپلې پوښتنپاڼې ځواب کړي. د ازموینې پر صحنو د ټاکل شوې کمېټې ګمارل شویو غړیو د هر ګډونوال تخنیکي پوښتنې له نږدې اورېدلې او دوی ته یې لازمې او اړینې لارښوونې وکړې.
که څه هم د دغې ازمایښتې ازموینې ترتیب شوې پوښتنپاڼې به د عمومي کانکور له پوښتنپاڼو سره خورا توپیر ولري؛ خو د ګډونوال په خبره دا ډول ازموینې کولای شي، چې له دوی سره د عمومي کانکور لپاره په تخنیکي برخه کې د لا ځیرکتیا او په علمي برخه ذهني او معلوماتي وړتیا ډېره کړي.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کانکور ازمایښتي ازموینه په داسې حال کې اخستل کیږي، چې د ازموینو ملي اداري د رسمي اعلان له مخې د هیواد د یو شمېر نور ولایتونو سربېره په لوګر ولایت کې هم د کانکور ازموینې لپاره د روان ۱۴۰۴هـ ق کال د جوزا/ غبرګولي میاشتې ۵مه او ۶مه (دوشنبه او سه شنبه) ورځې د بایومتریک او همدا راز د جوزا/ غبرګولي میاشتې ۷مه، ۸مه او ۹مه ( چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه) ورځې د ازموینې لپاره ټاکل شوې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت .

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS