لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې له ۶ بېلابېلو څانګو ۱۱۳ تنه ځوانان په لېسانس زده کړو سمبال فارغ کړل!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۲۶
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۱۱مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې او همدا راز کرنې پوهنځیو له ۶ بېلابېلو څانګو ۱۱۳ تنه ځوانان په لوړو او مسلکي زده کړو سمبال فارغ کړل.
په دې تړاو جوړه شوې لویه غونډه تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوال یې د دغې موسسې د رهبري سربېره د کورنیو چارو وزات د تامیناتو معین الحاج مولوي عبدالله مختار، د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر ولایت د علماوو شوراز استازي، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلین، د دغې موسسې استادان، د لوګر او یو شمېر نورو سیمو قومي مخور او ځوانان او همدا راز د دغې موسسې زده کړیالان وو.
د غونډې پیل د لوګر د مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په خبرو سره وشو، نوموړي فارغو زده کړیالانو د مبارکي تر څنګ د دغې موسسې په هر اړخیز پرمختګ لاسته راوړنو او نوښتونو خوښي وښوده او پر زده کړیالانو یې غږ وکړ، چې له دغې تحصیلي دورې تر فراغت وروسته دې په پوره اخلاص د خپل هیواد خدمت وکړي.
ورپسې د دغې موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې له دغې موسسې څخه فارغ ځوانان د لوړو زده کړو په ډکر کې لاهم ښکېل یاد کړل. ښاغلي صارم يادو زده کړيالانو ته د دوی د لېسانس زده کړو د بشپړېدو د خوښۍ او مبارکۍ سربېره دوی ته د لا نورو لوړو زده کړو په ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي وويل: که څه هم د هيواد او وکړو اوسنی اقتصادي حالت کمزوری او د ځوان نسل د لوړو زده کړو لپاره یې يو شمېر ننګونې رامخته کړي؛ خو بيا هم بايد له پوهنتون هر فارغ ځوان د دې په لټه کې وي؛ تر څو په لېسانس زده کړو بسنه ونه کړي، زیار وباسي او د دين او وطن د ښه خدمت په موخه دې تر بل هر وخت او هر چا لوړې او ګټورې زده کړې وکړي.
ښاغلي صارم همدا راز له دغه تحصیلي مرکز څخه فارغېدونکي ځوانان مکلف ياد کړل؛ تر څو هغه څه چې یې په تېرو څلورو کلونو کې د لېسانس په کچه زده کړي، تر نور په سمه او سالمه توګه ور ورسوي.
د غونډې بل ویناوال د کورنیو چارو وزات د تامیناتو معین الحاج مولوي عبدالله مختار و، نوموړي هم په خپلو خبرو کې پر فارغو زده کړیالانو ټینکار وکړ، چې اوسنی نظـ؛؛؛ام او وخت تر بل هر څه د لوړو زده کړو لپاره مناسب دی او باید هر ځوان خپل ټول توان په دې برخه کې په پوره اخلاص سره په کار کړي؛ تر څو مونږ د نورو له اشغال او لاس وهنو په امن و اوسو.
ورته مهال د دغې موسسې پخواني رییس پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت هم د ديني او عصري علومو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د مسلمه امت هر اړخيز پرمختګ او پر ځان بسياینه تر ډېره د عصري علومو پر پياوړتيا او له هغوی څخه پر سالمې ګټې اخيستنې کې ده.
د دې تر څنګ په غونډه کې د لوګر ولايت د امـ؛؛؛ربالمعـ؛؛؛روف او سمع شکاياتو رئيس، شيـ؛؛؛خ مولوي عبدالحکیم حقـ؛؛؛اني، ديني عالم شيـ؛؛؛خ مولوي پيرمحمد حقـ؛؛؛اني او د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فيض الله جوهري هم خپلې خبرې د علم پر ارزښت او د ځوان نسل پر مسؤليتونو را وڅرخولې.
بايد وويل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه نږدې ۱۱ کلونه د خپل تأسيس له اړخه خپلوي، چې په ټوله کې يې نږدې ۱۰۰۰ تنه فارغان ورکړي او دا یې هم ۹ دوره فارغ ځوانان دي، چې د کرنې پوهنځي په اګرانومي، کرنيز اقتصاد او همدا راز د ښوونې او روزنې پوهنځي په فزیک، ریاضي، بيولوژي او کيميا څانګو کې يې خپلې لېسانس زده کړې بشپړې کړې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS