لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ۵ تشو اداري بستونو لپاره نوي کارکوونکي وروپېژندل شول!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۱۹
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۶مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د (۵) پنځو تشو اداري تشو بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي اداري کارکوونکي نن په رسمي ډول د دغې موسسې د رهبري لخوا نورو اداري کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
د یادو اداري کارکوونکو د پېژندګلوۍ پر مهال د دغې موسسې رهبري په خپلو خبرو کې نوموړیو ته د مبارکي تر څنګ د ښه خدمت، مسلکي وړتیا پیدا کولو، دوخت ارزښت او همدا راز د نظام ټولو اصولو ته پر پوره درناوي او ژمنتیا ټینګار وکړ.
باید وویل شي، چې دغه اداري بستونه د ۱۴۰۳ کال اداري تشکیل کې دغې موسسې ته د یو شمېر نورو کادري او خدماتي تشو بستونو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور شوي وو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS