لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د کابل پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي استادانو او زده کړیالانو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند سجاوند درې ته علمي سفر تر سره کړ!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۳۷
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۲۱مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۱۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي استادانو او د کابل پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي د فارماکوګنوزي څانګې استادانو او زده کړیالانو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند سجاوند درې ته د طبي نباتاتو د پېژندنې په موخه علمي سفر تر سره کړ.
یاد علمي سفر تېره اونۍ  د کابل پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي د فارماکوګنوزي څانګې آمر پوهندوی عبدالغني کریمي، استاد پوهاند محمد نسیم صدیقي او پوهنیار عدالروف وزیري د یادې څانګې زده ‌کړیالانو او لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار سید حفیظ‌الله حیات او د اګرانومي څانګې د طبي نباتاتو مضمون استاد پوهنیار شفیق‌الله بختیا په ملتیا ترسره شو.
د یاد سفر د مسؤلینو په خبره، له دغه علمي-څېړنیز سفر څخه یې موخه د سجاوند درې په سیمه کې د طبیعي نباتاتو پېژندنه وه. دوی زیاتوي، چې د یادې ساحې د علمي سفر  په ترڅ کې ۱۹ ډوله ارزښتناک طبی نباتات وپیژندل شول، چې د درمل جوړونې او درملیزو ګټه اخیستنو له پلوه خورا مهم ارزښت لري. د دوی په خبره دغه موندنې ښيي، چې لوګر ولایت د طبی نباتاتو له پلوه د هیواد له بډایه سیمو څخه شمېرل کېږي.
ورته مهال د یاد علمي ګډ سفر په ترڅ کې لوګر د لوړو زده کړوموسسې د کرنې پوهنځي او کابل پوهنتون د درمل جوړونې پوهنځي د فارماکوګنوزي څانګې د رهبري او استادانو لخوا د علمي همکاریو په موخه یو شمېر دوه ‌اړخیزې ژمنې هم وشوې، چې له مخې به یې د دغو دواړو تحصیلي مرکزونو تر منځ په اړوندو برخوکې د طبي نباتاتو د سرچینو تثبیت او تبادلو، علمي لارښوونو او مرستو، کتابتوني او سرچینو مرستو، بین‌الادارتي ساینسي سفرونو او ګډو څېړنو او همدا راز د درملیزو نباتاتو بانک جوړولو په برخو کې ګډې همکارۍ کیږي.
دغه علمي سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې له دې وړاندې هم لوګر د لوړو زده کړو موسسې کرنې پوهنځي زده کړیالانو د هیواد په کچه د غلو-دانو یوشمېر تولیدي شرکتونو او همدا راز حیواني تجارتي فارمونو ته د مسلکي او علمي څېړنو په موخه رسمي سفرونه ترسره کړي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS