د پوهنځی پیژندنه:

په لوګر پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د هېواد په کچه یو له مهمو اکاډمیکو بنسټونو څخه شمیرل کیږي، چې موخه یې د عامه سکټور او بنسټونو د ښه مدیریت لپاره د مسلکي کادرونو روزل دي.
دغه پوهنځی په عمومي ډول محصلینو ته د رهبرۍ، پالیسۍ تحلیل، او اغېزناکې ادارې مهارتونه ور زده کوي ترڅو د دولتي او خصوصي سکتورونو چارې په مسلکي توګه پرمخ ولاړې شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پوهنځي اصلي موخه په هېواد کې د عصري او معیاري اداري سیستمونو پلي کول او پیاوړتیا ده.

د لوګر پوهنتون د عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی د ټولنې د بهبود، سعادت، د کار ویش، نظم، دسپلین، معیاري پرمختګ، ښې ادارې، مدیریت او د پالیسیو جوړولو په برخه کې د ملت او امارت لپاره یوه اساسي وسیله ده. په همدې اساس چې له یوه پلوه ښه حکومتولي رامنځته شي او له بله پلوه ملت او ولس ته ښه خدمت عرضه شي د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت په نوښت د لوګر پوهنتون په چوکاټ کې یاده پوهنځی رامنځته شوه.

د پوهنځی تاریخچه:

د لوګر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا مصوبې  په (۹) ګڼه او ۲۵/۰۱/۱۴۴۶هـ ق نیټه غونډه کې د دوه څانګو (عامه ادارې او عامه پالیسۍ ) په درلودلو سره  منظوره او د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا محترم ریاست په ۲۵۰/۲۲۴ګڼه او ۲۹/۱۰/۱۴۴۶هـ ق ګڼه لیک په اساس د لوګر پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شوه. په ۱۴۰۳هـ ش کال کې د تنقیصاتو له امله یادې پوهنځی ته تشکیل ورنه کړل شو، او په ۱۴۰۴هـ ش کال کې نوموړې پوهنځی ته دیارلس بستونه (د ریاست په شمول ۹ کادري ، ۲اداري او ۲ خدماتي کارکوونکو بستونه) ورکړل شول او د ۱۴۰۴هـ ش کال په وروستی ربعه او د ۱۴۰۵ هـ ش کال په لومړی ربعه کې یې اداري او خدماتي پرسونل په دندو وګمارل شو.

د لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو معاونیت د استادانو د ګمارنې او علمي ترفیعاتو آمریت د ۵۱۸/۸۰۹ ګڼې او ۱۹/۰۹/۱۴۴۷هـ ق نیټې لیک په اساس نوموړې پوهنځی ته د کانکور آزموینې له لارې د ۲۰۰محصلینو د جذب غوښتنه وشوه او د لوړو زده کړو وزارت له لوري خوشبختانه غوښتنه ومنل شوه او په نږدې راتلونکي کې به د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵هـ ش کال د عمومي کانکور له لارې نوموړې پوهنځی ته د لوړو زده کړو په موخه محصلان معرفي شي او عملاً به یې درسونه پیل شي.

د پوهنځی موخې:

د لوګر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی موخې عبارت دي له:

  1. مسلکي روزنه:  د عامه ادارې او پالیسۍ په برخه کې د لیسانس په کچه د مسلکي، متخصص او ژمنو کادرونو روزل.
  2.   د ادارو پیاوړتیا:  د امارتي او خصوصي ادارو د رهبرۍ، مدیریت او د پالیسۍ جوړونې د بهیر معیاري کول او ښه والی.
  3. علمي څېړنې:  د عامه ادارې او پالیسۍ په برخو کې د علمي څېړنو ترسره کول ترڅو د هیواد اداري ستونزو ته عملي حل‌لارې وموندل شي.
  4.   ټکنالوژیکه پرمختیا:  د پوهنځي په کچه د عصري ټکنالوژۍ پراختیا او د هغې کارول په اداري چارو او تدریس کې.
  5. د کادرونو لوړول:  د متخصصو علمي او مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول.

تشکیلاتي جوړښت:

نوموړې پوهنځی فعلاً د ۱۴۰۵ هـ ش کال په منظور شوي تشکیل کې دیارلس بستونه لري چې لنډیز یې په لاندې ډول ده:

د پوهنځی څانګې:

د لوګر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی دوه څانګې لري چې عبارت دي:

  1. عامه ادارې څانګه:

د عامه ادارې په څانګه کې د مدیریت په برخه کې مسلکي کدرونه روزل کیږي، چې یاد کدرونه په راتلونکي کې د هیواد د امارتي او خصوصي اداراتو په ایجاد، پرمختګ او تقویت کې خپل اساسي رول لري.

  1. د عامه پالیسۍ څانګه:

د عامه پالیسۍ په څانګه کې د پالیسیو جوړولو په برخه کې مسلکي کدرونه روزل کیږي، چې یاد کدرونه په راتلونکي کې د هیواد د امارتي او خصوصي اداراتو لپاره د پالیسیو په جوړولو او تطبیق کولو کې خپل اساسي رول لري.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم