لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د مرحوم اميـ؛؛؛رالمـ؛؛؛ؤمنـ؛؛؛ين مـ؛؛؛لامحمد عمر مجـ؛؛؛اهـ؛؛؛د(رحمه الله تعالی) د ۱۲م تلين په پار ياد غونډه ترسره شوه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۹:۲۳
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۴مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د مرحوم اميـ؛؛؛رالمـ؛؛؛ؤمنـ؛؛؛ين مـ؛؛؛لامحمد عمر مجـ؛؛؛اهـ؛؛د(رحمه الله تعالی) د ۱۲م تلين په پار ياد غونډه د دغې موسسې د رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو په ګډون سره ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې د دغې موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم دغه غونډه خورا وياړمنه ياده کړه. ښاغلي صارم په اوسني عصر کې مرحوم امیـ؛؛؛ر (رح) دافغانستان او بيا د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د ستر وياړ شخصيت وباله او مرحوم اميـ؛؛؛ر (رح) یې د تقوا، امانتدارۍ، غيرت او شجاعت سمبول ياد کړ. ښاغلي صارم همدا راز زياته کړه، چې مرحوم اميـ؛؛؛ر (رح) د افغانستان د غيرتي ولس د يووالي او راټولونې سرلاری او د هيواد ستر تاريخ جوړونکی اميـ؛؛؛ر ياد کړ.
ورپسې د دغې موسسې د شرعياتو پوهنځي رييس شيـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهيم حـ؛؛؛قاني، د اسلامي تقافت استاد پوهنيار مولوي محمد نذير محمدي، د شرعياتو پوهنځي استاد مولوي سميع الله محمدي او د اسلامي ثقافت استاد پوهنيار مولوي فضل الربي فائض لخوا د مرحوم اميـ؛؛؛ر (رح) د شخصيت پېژندنې او سياسي ژوند په اړوند له (ثالث عمر) کتاب څخه راټول شوي معلومات او درسونه په منظم او ښکاره ډول وړاندې کړل.
ياده غونډه د اسلامي ثقافت استاد مولوي شفيع الرحمن هاشمي لخوا د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS