لوګر پوهنتون کې د لوی جومات د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه ترسره شوي دي

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۵۸
11

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/لړم ۱۱مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د لوی جومات د جوړېدو چارې په پاخه او اساسي ډول روانې او ۸۵سلنه یې ترسره شوي دي.
دغه لوی جومات، چې د هیواد د یو تن ملي سوداګر لخوا د نوموړي په شخصي لګښت جوړیږي، چارې یې په چټکۍ روانې او د مسلکي انجنیرانو تر څار او ارزونې لاندې دي.
یاد جومات په خپل څنګ له خورا ښایسته ظاهري بڼې، لوړ منار او د اودسونو لپاره له ځانکړیو ځایونو څخه هم برخه من دی. د دغه جومات د جوړېدو د بنسټ ډبره په داسې حال کې کېښودل شوې، چې په یو وخت کې به د (۲۰۰۰) دوه زره لمونځ کوونکو لپاره به د بسنې تر څنګ باندېنیو ساحو کې مناسب تفریحي پارکونه او شنې ساحې هم ولري.
باید وویل شي، چې د دغه لوی جومات په جوړېدو سره لوګر پوهنتون محصلانو، او اړوندې کاري ډلې ته د خورا لوی جماعت لمانځه او همدا راز د ډېری اصلاحي، فکري او علمي مجلسونو د ترسره کېدو لپاره مناسب ځای برابر شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS