لوګر د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو او جیولوجي او کانونو پوهنځیو د نویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ صفر ۳۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو او همدا راز د جیولوجي او کانونو پوهنځیو د نویو شامل شویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ځانګړې غونډې ترسره شوې.
په یادو غونډو کې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت او د یادو پوهنځیو رییسانو، استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود. نویو زده کړیالانو ته د دغې موسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د دوی هر چلند باید اکاډمیک او علمي وي او د استادانو د درناوي تر څنګ د دغه تحصیلي مرکز له شته مادي امکاناتو څخه سالمه ګټه پورته کړي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د تحصیلي دورې پیل او پای باید په ښه کیفیت او له لاسته راوړنو برخمن وي. ورته مهال د اړوندو پوهنځیو رییسانو هم زده کړیالانو ته د مبارکي او ښه راغلاست ترڅنګ، دوی په ښه درس ویلو او د وخت پر ارزښت پېژندلو مکلف وګرځول او یادو زده کړیالانو ته یې په دغه موسسه کې د ښه تدریس او نورو اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
د غونډو په پای کې د دواړو پوهنځیو زده کړیالانو ته له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ښوونیز سمینارونه وړاندې شول.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS