لوګر پوهنتون د اداري چارو پرمختيا په موخه د نږدې ۵۰۰ زرو افغانيو په ارزښت عصري او تکنالوژيکي وسايل وپېرل شول
چهارشنبه د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۵مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د اداري چارو د پرمختيا، لا پياوړتيا او چټکۍ په موخه د نږدې ۵۰۰ زرو افغانيو په ارزښت عصري او تکنالوژيکي وسايل وپېرل شول.
د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی وايي، چې ياد وسايل يې د دغه تحصیلي مرکز د اداري چارو د لا ښه والي په موخه پېرلي دي او هڅه کوي، چې په راتلونکي کې هم دغه اداره د امکاناتو له اړخه سمبال وساتي.
ورته مهال د دغه پوهنتون د خدماتو عمومي مدير انجنير جمشېد حمزه وايي، چې په يادو وسايلو کې د شاوخوا ۲۰۰ او ۹۰ زره افغانيو په ارزښت رنګه پرنټرونه، د شاوخوا ۱۶۰ زره افغانيو په ارزښت د ويډيو کنفرانس وسايل او ځيني نور اړوند اداري وسايل شامل دي، چې له دې سره به په اداري برخو کې د پام وړ پرمختګ راشي.
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
