لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلي موسم په رارسېدو سره ۳۰۰۰ درې زره نیالګي کښېنول کیږي!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۲۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۱ او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د  راتلونکي ۱۴۰۴ ل کال پسرلي په رارسېدو سره د دغې موسسې د لا زرغونتیا، زده کړیالانو لپاره د سالمې تفریح ځای او  چاپېریال ساتنې په موخه ۳۰۰۰ درې زره بې¬مېوې نیالګي کښېنول کیږي.
دغه نیالګي چې ( د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو/FGA) موسسې لخوا لوګر د لوړو زده کړو موسسي سره مرسته شوي د کښېنولو لړۍ یې تېره یکشنبه د لوګر ولایت د مرستیال والي، لوګر لوړو زده کړو موسسې رهبري، د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ او پل¬علم ښاروالۍ د مسؤلینو سربېره د ولایتي ادارو یوشمېر رییسانو، د FGA موسسې مسؤلینو، لوګر د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او یوشمېر زده کړیالانو لخوا پیل شوه.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د FGA موسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ دغه نیالګي د دغې موسسې په زرغونتیا، آبادي او له اقلیمي اړخه سالم چاپېریال رامنځته کېدو کې خورا ارزښتمن یاد کړل او د دې تر څنګ یې په راتلونکي کې د FGA موسسې او همدا راز د اړوندو ادارو له مسؤلینو د کښېنول شویو نیالګیو د اوبو رسونې او مسلکي پالنې په برخه کې د لازمو او تل پاتې همکاریو هیله وښوده.
باید وویل شی، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د اسلامي او ملي دود له مخې هر کال د دغې موسسې د زرغونولو، آبادي او چاپېریال سانتې په موخه زرګونو نیالګي کښېنول کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS