لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو اخیستلو د چمتووالي په موخه د مديره هيئت او نګرانانو تر منځ مشورتي ناسته ترسره شوه
پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۴مه نېټه.
د دغې ناستې مشري د لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم کوله، چې نور ګډونوال يې د لوګر د علماوو شورا، ولايت مقام، جHادي مدرسې او پوهنې رياست مسؤلين وو.
په ناسته کې د ازموينې پر څرنګوالي، ځای او وخت سربېره په يو لړ لازمو موضوعاتو خبرې او پرېکړې وشوې.
دغه ازموینې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په لارښوونه په دغه پوهنتون کې اخستل کیږي، چې د شنبې په ورځ پيليږي.
ورته مهال د لوګر پوهنتون رهبري هم د یادې ازموینې لپاره د خپلو شته امکاناتو پر مټ د بشپړ چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیری
