لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۵۹
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال تلې/ ميزان ۱۲مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوګړه د دغه پوهنتو د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د لوګر مرکز پل علم ښاروال ښاغلي مولوي محمد شاکر ثاقب لخوا لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک، چې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي په نوښت ترتیب شوی دی، له مخې به یې د علمي څېړنو په برخه کې د ښاري کرنې، شنو ساحو او چاپېریال ساتنې اړوند څېړنې له ښاروالۍ ریاست سره شریکیږي؛ تر څو د یو زرغون او ښېرازه ښار لپاره ترې ګټه واخستل شي. د دې تر څنګ به د کرنې پوهنځي استادان او زده کړیالان د ښاروالۍ ریاست اړوند د عامه پوهاوي په تبلیغاتي برنامو، ملي ورځو د لمانځلو، د ښاري ودې په برخه کې د نویو نوښتونو د رامنځته کولو او نورو ګډو څېړنیزو برخو کې پوره همکاري او برخه اخلي.
له دې سره سره په یاد هوکړه لیک کې دا هم په ډاکه شوي، چې د ښاروالۍ ریاست به د لوګر پوهنتون زده کړیالانو ته د عملي زده کړو لپاره د ښاري چارو په اړوندو برخو کې د کار کولو ترتیب برابروي او د دې تر څنګ به د کارزده کړې په برخو کې د یادو زده کړیالانو لاس نیوی کوي او همدا راز به د زده کړیالانو لپاره د میداني څېړنو په برخه کې هم زمینه برابروي؛ تر څو زده کړیالان د ښاروالۍ اړوند موضوعاتو باندې علمي څېړنې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې یاد هوکړه لیک به د راتلونکو پنځو (۵) کلونو لپاره د پلي کېدو او ګټې اخستنې جوګه وي، چې له مخې به یې دواړه ادارې په اړوندو برخو کې د مثبتو پایلو او لاسته راوړنو درلودونکې وي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS