لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر پوهنې رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۲۶مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر پوهنې رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک د علمي او څېړنيزو پرمختګونو او مسلکي تجربو شريکولو په موخه لاسليک شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د د‌غې موسسې مفتي سيدضياءالاحمد صارم، د پوهنې رییس مولوي عبدالرحمن حميدي، د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار ابراهيم نوري او همدا راز د يادو ادارو يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون درلود.
په پيل کې د دغې موسسې رييس ياد هوکړه ليک د دواړو علمي ادارو د مسلکي بډاينې لامل ياد کړ او د ادارو تر منځ ګډه همکاري او همغږي يې د اسلامي ارزښتونو يوه بېلګه وښوده. نوموړي همدا راز له دغه هوکړه ليک څخه اساسي موخه د علمي څېړنو او مسلکي تجربو شريکول ياد کړل.
ورپسې د پوهنې رييس هم د ياد هوکړه ليک پر لاسليک خوښي وښوده او هيله یې وښوده، چې په راتلونکي کې به د هوکړه ليک ټولو مادو ته د ژمنتيا ترڅنګ د عملي چارو د ترسراوي لپاره اوچت ګامونه اخلی.
د علمي ګډو همکاريو دغه هوکړه ليک به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پلي کېدو او اعتبار وړ وي، چې د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د رییس لخوا يې ذکر شوې مادې هم ګډونوالو ته تقرير شوې.
یاد مراسم د دواړو علمي او تحصیلي ادارو د رييسانو لخوا د هوکړه ليک د لاسليک کولو وروسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS