لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته د دوه نویو منظور شویو پوهنځیو په پار ویاړمنه غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۴۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ صفر ۳۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته د دوه نویو پوهنځیو (کمپیوټرساینس او اداره او عامه پالیسي) د منظورېدو په پار تېره ورځ ویاړمنه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر د علماوو شورا مرستیال شیـ؛؛؛خ مولوي خان محمد منصور، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، د دغې موسسې استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړیالانو ګډون درلود. غونډې ته د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د یادو دوه پوهنځیو د منظورېدو په پار خوښي وښوده او او یاده چاره یې د لوګر او هیوادوالو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلل. ښاغلي صارم همدا راز د دغې موسسې مادي امکاناتو او انساني سرچینو ته په اشارې وویل (( مونږ له نېکه مرغه په دغه تحصیلي مرکز کې د تجربه لرونکو اداري کارکوونکو تر څنګ لوړ رتبه او مسلکي استادان لرو، چې په اداري او تحصیلي ډګر کې د هیواد د ځوان نسل علمي، مسلکي او فکري روزنه کوي)) د نوموړي په خبره دا مهال په دغه موسسه کې د زده کړیالانو لپاره په هر اړخیزو کتابونو سمبال کتابتون، لابراتوارونه او کمپیوټرلب لري، چې د زده کړیالانو په مسلکي او علمي پوهه او زده کړه کې د پام وړ مرسته کولای شي.
 ورپسې دیني عالم او د لوګر د علماوو شورا مرستیال شیـ؛؛؛خ مولوي خان محمد منصور غونډې ته اصلاحي وینا او د دیني او عصري علومو د ارزښت په اړوند ارزښتمنې خبرې وکړې. ښاغلي منصور وویل (( افغانان له نېکه مرغه په علمي او نظ؛؛؛امي میدانونو کې ګټونکي خلک دي او له نړۍ سره د اوسنۍ ټکنالوژي او قوت سیالۍ د عصري او مسلکي علومو د ښې زده کړې او پوهې پر مټ کیږي)) د نوموړي په خبره د هر علم او مسلک زده کړه، چې خیر یې اسلام او مسلمانانو ته ورسیږي عبادت بلل کیږي.
 ورته مهال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور هم د یادو پوهنځیو په راتګ خوښي وښوده. نوموړي وویل (( پکار وه، چې د داسې نوښتونو او لاسته راوړنو د شکرانې په پار هر کس دوه رکتعه نفل لمونځ کړی وای، چې هیواد مو د اسلامي نظ،،،ام په راتګ سره د داسې لاسته راوړنو شاهد دی)) ښاغلي دین پرور د هیواد ودانیزو پلانونو او پراختیایي کارونو ته په اشارې یاده کړه، چې ننۍ ودانیزې طرحې او پلانونه ډېری د وخت پاچاه مرحوم داود خان د وخت دي، چې دا هر څه د هغه د ښې مطالعې، فکر او زیار پایله وه. د نوموړي په خبره د پوهنتون زده کړیالان باید یواځې د پوهنتون په درسونو بسنه ونه کړي، بلکې تر څنګ یې د هیواد د آبادي په موخه پراخه او هر اړخیزه مطالعه ولري. په غونډه کې د لوګر د برېښنا رییس محمد فهیم منصور هم په خبرو کې زده کړیالان اړ وبلل، چې د مسلکي زده کړو تر څنګ پراخه مطالعه او ښې څېړنې ولري، تر څو خپل تاریخ په هر ډګر کې همداسې ویاړلی وساتي.
یاده غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې دا مهال په لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې څلور پوهنځي فعالې دي، سږ کال ورته د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ دوه نورې نوې پوهنځۍ هم ورکړل شوې.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن. . .

BACK TO NEWS