لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
۱۱

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي وویل، چې د یاد ستراتیژیک پلان په پلي کېدو سره به لوګر پوهنتون له علمي او اداري اړخه د لویو پرمختګونو او لاسته راوړنو شاهد وي او په وینا یې، چې د دې هر څه لپاره به په پوره همغږي او اخلاص سره کار کوي. ښاغلي ستانکزي همدا راز زیاته کړه، چې له نېکه¬مرغه لوګر پوهنتون ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی او د دوی هڅه دا ده، چې په دغه تحصیلي مرکز کې په راتلونکي کې نورې نوې پوهنځۍ او تحصیلي څانګې هم رامنځته کړي.
ورپسې د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په خپلو خبرو کې ډاډ وړاندې کړ، چې د یاد ستراتیژیک پلان په رڼا کې به د دغه تحصیلي مرکز د علمي برخې د لاپیاوړتیا په موخه په پوره اخلاص سره کوي او هڅه به کوي، چې پوهنتون د هراړخیز پرمختګ او هوساینې لپاره د پام وړ خدمتونه او اسانتیاوې رامنځته کړي.
تر دې وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار عزیرمحمد کار لخوا یاد ستراتیژیک پلان د یو ترتیب شوي سمینار په بڼه ټولو ګډونوالو ته تشریح شو.
باید وویل شي، چې لوګر پوهنتون لپاره یاد ستراتیژیک پلان له روان ۱۴۰۴ کال څخه پیل او تر راتلونکي ۱۴۰۸ ل کال پورې د پلي کېدلو په موخه ترتیب شوی دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS