لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ولیبال لوبو پیل شوې سیالۍ بریا د ښوونې او روزنې پوهنځي په خپل نوم کړه!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۱۰
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د څلورګونو پوهنځيو تر منځ د ولیبال لوبو سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي وګټل او د څلورګونو پوهنځیو له ډلې یې لومړی مقام خپل کړ.
د یادو پوهنځیو تر منځ د ولیبال دغه خپلمنځي سیالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوې وه، لوبغاړي ېې د یادو پوهنځیو زده کړیالان وو. دوی پر منظمو سپورتي جامو او اړوندو توکو سمبال لوبې ترسره کولې، چې د څار او ارزونې چارې یې د دغې موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې ترسره کولې. په یاده سیالۍ کې د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي لومړی، د شرعیاتو پوهنځي دویم، د کرنې پوهنځي درېیم او د جیولوجي او کانونو پوهنځي څلورم مقام خپل کړ.
هېره دې نه وي، چې د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو تر منځ د کرکټ لوبې سیالي هم ترسره شوه، چې د کرنې پوهنځي په بریا سره تمامه شوه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS